سیاست

جمهور رئیس غني د هلمند ولایت د لوړو زده کړو موسسې له استادانو سره وکتل

کابل_باختر د تلې د مياشتې ١١ مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن ماسپښین د هلمند ولایت د لوړو زده کړو موسسې له استادانو سره په ارګ کې وکتل .
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې په سیاسي چاروکې د جمهور رئیس ځانګړي استازي ډاکټر محمداکرم خپلواک، د لوړو زده کړو وزیرې ډاکټرې فریدې مومند او د هلمند والي میرزاخان رحیمي هم حضور درلود.
د هلمند د لوړو زده کړو موسسې رئیس عبدالرحمن سورګل د دغې موسسې اړوندې ستونزې او وړاندیزونه جمهور رئیس ته وړاندې کړل.
جمهور رئیس د وړاندیزونو له اورېدلو وروسته د لوړو زده کړو وزیرې ته لارښوونه وکړه، چې د دغې موسسې د ځمکې د ستونزې د حل په موخه پخوانۍ مصوبه د کابینې غونډې ته راوړي او په مصوبه کې دې د هلمند د لوړو زده کړو موسسې ته د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د چارو وزارت ۱،۵ملیونو نه لګول شویو ډالرو د تخصیص وړاندیزهم وشي.
جمهور  رئیس غني وویل: د انټرنټ له لارې د پوهنتونو د پيوستون هدایت مې ورکړی و او د هلمند ولایت به هم له دغې اسانتیا څخه ګټه اخلي او په دې برخه کې چې هر وړاندیز لرئ، اجرا به یې کړو.
د هېواد جمهور رئیس وویل: نا امنو ولایتونو ته باید په بورسونوکې لومړیتوب ورکړ شي، خو دا هر څه باید د آزموینې د یوې شفافې پروسې له لارې ترسره شي.
ده زیاته کړه: په دې برخه کې به له نړیوالو پوهنتونو سره هم خبرې وکړي.
جمهور رئیس وویل: د امنیتي ستونزو له امله پوهنتونونو ته داسې پاملرنه چې ښایي لا نه ده شوې، خو بیا هم بیړنیو او لنډمهالو مسایلو ته لومړیتوب ورکوو.
ده زیاته کړه: سږکال ژمی به د پوهنتونونو مسایلو ته اساسي پاملرنه وکړو.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته