امنیت

په روزګان کې د طالبانو له خوا دښخ کړى شوي ماين د چاودنې له امله څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول .

-کابلباختر د غبرګولي د مياشتې١٣
په روزګان ولايت کې د ماين د چاودنې له امله ديو ه ماشوم په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول .
دغه پوځيان نن سهار ددهراود ولسوالۍ په يوه سړک کې  په ښخ کړى شوي ماين وختل او دهغه د چاودنې له امله ټپيان شول .
په روزګان ولايت کې د پوليسو يوه قوماندان د باختر آژانس خبر يال ته وويل چې په دې پيښه کې د يوه ماشوم په ګډون څلور تنه ملکي وګړي ټپيان شول.
تر اوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چا په غاړه نه دى اخيستى خودطالبانو سيمه ئيز مسوولين ددغې پيښې عامل بولي.
په همدې حال کې په روزګان ولايت کې ديوه روغتيايي مرکز ډاکتران ددغې پيښى ديوه ټپي روغتيايي حالت خراب بولي.
په افغانستان کې طالبان زياتره په ګڼ ميشتو سيمو او لارو کې دبمونو او ماينونو په ښخولو لاس پورې کوي هغه اقدام چې زياتره د ملکي وګړود مرګ ژ وبلې سبب کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته