کابل باختر د سلواغې درې ويشتمه :
طالبانو دافغانستان په ختيځ ننګرهار ولايت کې په يوه صحرايي محکمه کې دملي اردو يوسرتيرى دسيمې دخلکو دسترګو په وړاندې په ډار وځړاوه .
دغه سرتيرى اسمعيل نوميده او دروانې اوونۍ په بهير کې دوسله والو طالبانو د ډلې ديوه سيمه ئيز قوماندان ملاعبدالله دافرادو له خوا وتښتول شو او پرون دخوږيانيو ولسوالۍ دعاصم خيلو دکلي دجومات په وړاندې په ډار وځړول شو .
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يوه قوماندان دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دملي اردو ددغه سرتيرى له ځورونې وروسته ، دى په داسې حال کې چې دعاصم خيلو دکلي په سلګونو تنو اوسيدونکو دخوږيانيو په ولسوالۍ کې برخه لرله اعدام کړ .
عيني شاهدان وايي چې يرغلګرو په ډار دسرتيري اسمعيل له ځړولو وروسته دبدن غوښې يې په امبور سره جلا کړې .
دخوږيانيو ولسوالۍ يو اوسيدونکى چې ويې نه غوښتل نوم يې واخيستل شي وويل چې دکلي مشرانو او دجومات ملا امام طالبانو ته وويل چې دى دالله کلمه وايي مسلمان دى ، وژل يې حرام دى ، ميرمن او ماشومان يې بې سرنوشته کيږي خو طالبانو دغو خبروته پاملرنه ونه کړه اودى يې په ډار وځړاوه .
اسمعيل دننګرهار ولايت دحصارک ولسوالۍ اوسيدونکى و او دافغانستان په ختيځ کې دملي اردو په يوه پوځي ټولګي کې يې سربازي کوله .
له بلې خوا دوسله والو طالبانو دډلې وياند له رسنيو سره په اړيکو کې ددغې ډلې دافرادو له خوا دملي اردو ددغه سرتيري اعدام تاييد کړ .
دافغانستان په ختيځ کې پوځي مقامات وايي چې دملي اردو ددغه سرتيري داعدام دعاملينو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
1 1 دقیقه لوستل