۱۰۰ ورځې

دقلعه فتح الله په دوو مرکزونو کې دوه زره يو سلو پنځه اويا تنو رايه وکړې ده .

کابل- باختر د وري دمياشتې ١٦
دقلعه فتح الله د رايي ورکولو په حسينيه مرکز کې نن له غرمې وروسته تردريو بجوپورې يو دپاسه يو زرو شپږسوه تنو رايه وکړې ده .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې په دغه مرکزکې چې د رايې ورکوونکو ګڼه ګوڼه دغه راز دوام لري تراوسه پورې شپږسوه تنو ښځو او يو دپاسه زرو تنو نارينه و دجمهوري رياست او دولايتي شورا نظر وړ نوماندانو ته رايه ورکړې ده .
دغه راز دباختر آژانس خبريال خبر راکړ دقلعه فتح الله د څلورم سړک دجامع جومات د رايې ورکولو په مرکز کې تر دريو بجو او لسو دقيقو پورې څلورسوه پنځه شپيتو تنو نارينه و او يو سلو نهو تنو ښځو رايه ورکړې ده او خلک اوس هم په پراخ ډول دغه مرکز ته د رايې ورکولو لپاره مراجعه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته