_ کابل باختر دغويي دمياشتې ٣ :
د ٢٠٩ شاهين قول اردو د شهيدانو د فاتحې اخيستلو مراسم نن په سرپل ولايت کې پرځاى شول.
د سرپل له ولايت څخه د باختر آژانس د خبريال د خبرله مخې:
دغه مراسم د سرپل ولايت د ولايتي شورا د رئيس، د دولتي ادارو د رئيسانو، يوشمېر ديني عالمانو، د امنيتي ځواکونو د منسوبينو او د دغه ولايت د نورو اوسيدونکو په ګډون د (ګذر شاهان) په جامع جومات کې پرځاى شول.
د دغو مراسمو برخه والو د هېواد د شهيدانو په تېره بيا د٢٠٩ شاهين قول اردو د شهيدانو پاک روح ته دعا وکړه او دغه وحشيانه عمل يې په ډيرو سختو الفاظو سره وغانده.
د هېواد جمهور رئيس په بلخ ولايت کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو په قوماندانۍ د وروستي تروريستي بريد شهيدانو ته د درناوي په خاطر د يو حکم په صادرولو سره نن په ټول هېوادکې ملي ماتم اعلام کړ.
0 1 دقیقه لوستل