امنیت

دوه پنځوس ميله وسلې د ډاياک کميسيون ته وسپارل شوې

کابل – باختر د چنګاښ دمياشتې ٣١
دوه پنځوس ميله سپکې او درندې وسلې نن په زابل ولايت کې د ډاياک پروګرام ته وسپارل شوې.
د ملي اردو د دويمې پلې لوا قوماندان جنرال اکرم سامع د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه جنګي وسايل د تيرې يوې مياشتې په بهيرکې د زابل ولايت په مرکز او اړوندو ولسواليو کې په بېلابېلو عملياتوکې کشف او ضبط شوي و او نن په زابل کې د ډاياک دکميسيون پروګرام ته وسپارل شول.
د يوه اړوند خبرځاى دڅرګندونو له مخې: يوه د زابل ولايت امنيتي ځواکونو مياشت مخکې هم شپيته ميله وسله د ډاياک کميسيون ته سپارلې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته