امنیت

پنځه تنه ملکي وګړي دماين دچاودنې له امله ټپيان شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٤

د دوو ماشومانو په ګډون پنځه تنه ملکي وګړي په سرپل ولايت کې دچاودنې له امله ټپيان شول.

دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر باختر آژانس ته وويل :دغه چاودنه نن سهار دسرپل ولايت په کوهستاناتو ولسوالۍ کې رامنځته شوه .

يوه اړونده خبرځاى وويل :دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا دامنيتي ځواکونو دسپرلۍ په کاروانونو دبريد په مقصد په سيمه کې ښخ کړى شوى و.

دسرپل ولايت دولايتي روغتون مسوول د پيښې د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته