امنیت

غير مسوول وسله والوکسانو دوه تنه په کندزکې ووژل

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٢٣
دکندز ولايت د خان آباد ولسوالۍ سيمه ييز مسوولين وايي: په دغه ولايت کې غير مسوولو وسله والو کسانو د ملي اردو يو سرتيرى او يو دوکاندار ووژل.
د خان آباد ولسوالۍ اجراييه آمر قدرت الله صافي الله باختر آژانس ته وويل: غير مسوولو وسله والو کسانو تير ماښام دخان آباد ولسوالۍ ته ننوتل، د ملي اردو سرتيرو غوښتل هغوى ته لارښوونه وکړي چې له وسلو سره ښارته ونه نوځي، خو وسله والوکسانو د ملي اردو په سرتيرو ډزې وکړې چې د دغو ډزو له امله دملي اردو يو سرتيرى او يو دکاندار ووژل شول.
د ده دڅرګندونو له مخې: غير مسوولو وسله وال کسان د شپې لو تورتم څخه په استفادې سره په تيښتې بريالي شول؛ خو ګډ ځواکونه د هغو دنيولو په لټه کې دي .
د ترلاسه شويو معلوماتو له مخې: همدا اوس په کندز ولايت کې څه د پاسه درې زره تنه غير مسوول وسله وال کسان شته .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته