سیاست

افغان دولت د درې زره طالب زندانیانو د خلاصون لړۍ بشپړه کړه

کابل/ د غبرګولي ۲۰مه/ باختر

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د سولې پروسې د هڅو د پرمختګ په موخه د جمهور رییس محمد اشرف غني له دوو جلا جلا فرمانونو سره سم، تر دې دمه ټولټال ۳ زره طالب زندانیان خوشې کړې دي.
د ملي امنیت شورا د ویندوی دفتر د معلوماتو له مخې؛ دا زندانیان د پروان له مرکزي توقیف خونې، څرخي پله او د هیواد له نورو زندانونو خوشې شوي دي. له دې ډلې زر تنه یې تر اختر وړاندې او دوه زره نور یې د تیرې ورځې تر پایه پورې ازاد شول.
د سولې د هڅو د بریا لپاره مهمه ده، چې طالبان په خپل بند کې ټول اسیران (ملکي او غیر ملکي) ازاد کړي، تاوتریخوالی کم کړي او د افغانستان له اسلامي جمهوري دولت سره د سولې مخامخ خبرې ژر تر ژره پیل کړي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته