کابل باختر د کب دمياشتې ٤ :
د قندهار ولايت په مربوطاتو کې ديرش تنه وسله وال ډارا چوونکي دامنيتي
ځواکونوپه چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول.
د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته ديوې خبرپاڼې له ليږلو سره خبر ورکړ:
ديرش تنه وسله وال ډار اچوونکي دميوند ولسوالۍ په شورتپه اودقندهار ولايت د ژيړۍ ولسوالۍ په چشموکلي کې دامنيتي ځواکونو په چاڼيزو عملياتو کې ووژل شول .
دغه راز په دغو عملياتو کې د دښمن پنځه واسطې ويجاړې او پنځه ماينونه کشف اوشنډکړاى شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :
دوه تنه وسله وال طالبان د زابل ولايت دشينکي ولسوالۍ په مربوطاتوکې کله يې چې غوښتل يو ماين ښخ کړي؛ د ماين د چاودنې له امله ټپيان او د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
0 1 دقیقه لوستل