کابل باختر د تلي دولسمه :
يو وسله وال طالب چې په کندز ولايت کې يې يو ملکي وګړي شهيد کړدپوليسو
له خوا ووژل شو .
دکندز دامنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سيدسرور حسيني باخترآژانس ته وويل : دغه ملکي وګړي چې ديوسيمه ييز پوليس ورور و پرون دچار درې ولسوالۍ په سجادي سيمه کې ديو وسله وال طالب له خوا ووژل شو .
دحسيني دڅرګندونو له مخې : وسله وال طالب د دغه سړي له وژلو وروسته وتښتيد چې دامنيتي ځواکونوله خوا تعقيب شو او دجګړې په بهير کې ووژل شو .
حسيني زياته کړه يوکلاشينکوف او يوه تومانچه هم دپوليسو لاسته ورغله .
0 د یوې دقیقې څخه لږ