کابل باختر د وري پنځمه :
دملي امنيت دلوى رياست منسوبينو شپږ تنه ډار اچوونکي دهرات ولايت په مربوطاتو کې ونيول .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. دملي امنيت دلوى رياست دځانګړو قطعاتو منسوبينو د صفي الله په مشرۍ شفق الله ، وحيد ، غلام محمد ، بهار الدين او سيد عيسي په نومونو دپنځو تنو همکارانو سره يې چې دهرات ولايت دانجيل ولسوالۍ دقفسلان دکلي په مربوطاتو کې په تروريستي فعاليتونو بوخت و ، و نيوه .
دوى اعتراف کړى دى چې دملي پوليسو د دوو تنو افسرانو او يوسرتيري په ګډون په دغه ولايت کې په څو ډار اچوونکو پيښو کې هم فعاله ونډه لرله .
1 د یوې دقیقې څخه لږ