سیاست

تبصره .

کابل باختر دلړم يو ويشتمه :
ژمى  راروان دى خو په ځانګړي توګه په کليوالي  سيمو اوښارونوکې خلک ستونزو دتيرو کلونو دناخوالو او چلنجونو دتکرار له امله  انديښمن کړي دي چې دوى ورسره لاس اوګريوان و .
دباختراژانس مبصر ليکي .
ژمى راروان دى که څه هم د زماني مهال ويش په لحاظ  ژمي ته يو څه وخت  پاتې دى خو دهوا سړښت همدا اوس ځورونکى دى .
سره له دې چې خلک په خپله  هلې ځلې کوي چې خپلې ژمنۍ اړتياوې  دژمي له رارسيدو مخکې لرې کړي هغه څه چې  په خلکو پورې اړه پيداکوي هغوى دحل دلارې دموندلو په لټه کې دي خو زيات موارد شته  چې بايد حکومتي بنسټونه په هغو لاس پورې کړي اوحل يې کړي .
په داسې حال کې چې خلک دژمي درارسيدو په درشل کې دي خو دبريښنا پرچاوۍ سرله اوسه پيل شوي دي چې کيداي شي له ناهيلي ډک يو خبر وي او دغه ناخوالې  په ډاګه  کوي چې اړونده  بنسټونه په دې نه دي بريالي شوي چې په دې برخه کې دحل لاره ولټوي .
  يواځې دبريښنا دپرچاوۍ ستونزه نه ده چې هيوادوال  په تيره بيا دښارونو اوسيدونکي ځوروي . دسون د توکو ، نفتي موادو او دګازو بيې مخ په لوړيدو دي او دسون دتوکو په تيره بيا دتيلو اوګازو دبيو دساتنې په باب دحکومتي بنسټونو  له ټينګار او هلوځلو سره سره ددغو دوو توکو او دسون دنورو موادو بيې  دنوساناتو په حال کې دي چې په زياترو  حالاتو کې خلک دسون دموادو دبيو دلوړيدو له امله دژمي په موسم کې دهغو له زيرمه کولو څخه عاجز پاتې دي .
دغو ستونزو هغه هم دژمي دفصل په درشل کې خلکو ته جدي انديښنې پيداکړي دي او داټکى په ډاګه کوي  چې دتيرو کلونو دستونزو تکرار به لرې  نه وي .
خلک له اړوندو حکومتي  بنسټونو څخه غواړي چې ددغو ستونزو حل کولو لپاره دې دهوا له زيات سړښت مخکې لارې چارې ولټوي اوخلکو ته دې  ډاډ ورکړي.
دغه مسئله  دوزيرانو شوراپه وروستي  غونډه کې وڅيړ ل شوه .
دوزيرانو شورا دسون دموادو دبيو دثبات دتامينولو ، دبريښنا دپرچاوۍ دڅرنګوالې او د ځينو نورو ستونزو په باب چې کيداي شي دژمي په ورځوکې  رامنځته شي  خبرې وکړې سره له دې چې ددولت داجرائيه رياست لومړي مرستيال په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې دولتي ارګانونو هيوادوالو ته  دسون دموادو دبرابرولو  په لاره کې  اقدامات کړي دي او دغه توکي  په کافي اندازه زيرمه شوي دي خو خلک هيله لري چې دغه ډاډ  دې  په عمل کې پلى شي  ځکه خلک له تيرو کلونو څخه ښې تجربې  نه لري او په زياترو حالاتو کې دسون دتوکو کمښت او دبريښنا پرله پسې پرچاوۍ  دجدي ستونزو رامنځته کيدو سبب شوي دي .
خلک دجمهور رييس او ددولت داجرائيه رييس په ګډون له جګپوړو دولتي مقاماتو څخه غواړي چې  دژمي لپاره  دتياري په برخه کې داړوندو ارګانونو رپوټ په يوه ځانګړې غونډه کې وڅيړي .
ديادونې وړ ده چې دسون دتوکو دکمښت او دهغو دبيو دلوړيدو او دبريښنا دپرچاوۍ  تر څنګ دهيواد دلرې پرتو سيمو او ولايتونو اوسيدونکي زياتره په ژمي کې دلارو دتړل کيدو او دخوراکي توکو، دحيواني وښو او ددرملو له کمښت سره مخامخ  کيږي .
دفوايد عامې وزارت او له طبيعي پيښو سره دمبارزې  ملي کميټه  دى بايد په دې لاره کې دنيول شويو تدبيرونو په باب  خلکو ته معلومات ورکړي .
دغه راز ژمى ددغوسيمو دلارو او سړکونو مسافرانو ته هم  ستونزې پيداکوي په تيره بيا دسالنګ دلويې لارې خرابوالې چې داورښت او دواورې ښوييدنې په ګواښ کې دي، دغه انديښنې زياتې کړي دي .
ددغې لويې لارې تړل کيدل کولاي شي  دهيواد دشمال  دولايتونو اوسيدونکي  له ستونزو سره مخامخ کړي .
  هغه څه چې وويل شول   دهغو ګڼو ستونزو ديوې برخې څرګندول دي چې کيداي شي دژمي په موسم کې ورسره مخامخ شي چې حل کول يې عملي تدبيرونو او اقداماتو ته اړتيا لري اوخلک له مسوولينو  په تيره بيا داړوندو بنسټونو له مسوولينو څخه هيله لري چې اوسنى ستونزې  دې دواقعيتونو په هنداره کې منعکس  کړي که چيرې  ستونزه دومره وي چې حل کول يې ددوى له توان څخه بهر وي هغه دې په واقعبينانه  ډول په ډاګه کړي او دنورو بنسټونو او موسسو همکاري دې جلب کړي چې تيرې ستونزې تکرار نه شي  اوژمى په خونديتوب کې تيرشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته