امنیت

دباميانو اوسيدونکو دامنيتي ځواکونوملاتړ وکړ .

کابل باختر  دليندۍ لومړي نيټه :
دباميانو ولايت خلکو نن دهېواد له امنيتي او دفاعي ځواکونو او په افغانستان کې دسولې له بهير سره ملاتړ اعلام کړ .
دباختراژانس دخبريال دخبر له مخې:په هغې غونډه کې چې له همدې امله د باميانو ولايت په مرکز کې  جوړه شوې وه دسرحدونواو قبايلو د چارو وزارت معين محمد يعقوب احمدزي وويل: په هېواد کې هراړخيزې او سراسري سولې او امنيت ته درسيدولپاره بايد ټول خلک يوبل ته لاس ورکړي اوږه په اوږه  پرمخ لاړ شي او هېواد کې  د هميشنۍ سولې او امنيت  دټينګښت لپاره همکاري وکړو . 
دباميانو والي محمد ظاهر زهير دهېواد امنيتي او دفاعي ځواکونو څخه په قدردانېسره وويل :دباميانوامنيت له خپلو امنيتي ځواکونوسره دباميانو دپتمنو اوسوله  دوستو خلکو په همکارۍ پورې اړه لري
دغه راز ده دباميانو له روحانيت او مدني ټولنو،ولايتي شورا او ددغه ولايت له خلکو څخه وغوښتل چې له پخوا زيات له امنيتي ځواکونوسر ه همکار شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته