سیاست

په هلمند کې پر ملکي وګړو د دښمن د ماین د چاودنې په اړه د جمهوري رياست مطبوعاتي اعلامیه

کابل/  د چنګاښ ۸مه/ باختر
په خواشینۍ سره د هلمند ولایت په واشیر ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټر د دښمن له لوري د سړک تر غاړې د ځای پرځای شوي ماین په چاودنه کې د ماشومانو او ښځو په ګډون زموږ یو شمېر هیوادوال شهیدان او ټپیان شوي دي.
جمهوررئیس غني د دغې تروریستي پېښې د غندلو پرمهال وویل، پرملکي وګړو، عامه ځایونو او لویو لارو بریدونه د اسلامي ارزښتونو خلاف بشري جنایت دی او تروریستان د دغه ډول وحشتونو په ترسره کولو سره د هیواد پر روښانه راتلونکي، زموږ د هیوادوالو ټینګ باورنشي کمزوری کولی.
جمهوررئیس همدارنګه پر طالبانو غږ وکړ چې د ماینونو له ځای پرځای کولو څخه دې ډډه وکړي، ځکه چې  د ښځو او ماشومانو په ګډون زموږ د هیوادوالو د شهادت او ټپی کېدو لامل کېږي. 
د هېواد جمهوررئیس د ننني تروریستي برید د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوي، د خدای تعالی په دربار کې شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته