ټولنه

د کابل خلک: د حکومت مشران بايد سولې او د خلکو برخليک ته فکر وکړي

کابل /دکب ١٩مه /باختر : د باختر اژانس دخبريال د خبرله مخې، دکابل يوشمېر خلک د حکومت له مشرانو په تېره بيا له محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله څخه غواړي چې په هېواد کې د سولې رامنځته شوى فرصت او د افغانستان د خلکو د برخليک په اړوند فکر وکړي. دوى له مشرانو څخه غواړي چې بايد يوسياسي تفاهم ته ورسېږي اوستونزه د خبرو او تفاهم له لارې حل کړي. د کابل خلک ټينګار کوي چې خلک په هېواد کې د څولسيزو جګړو او ناخوالو څخه ستړي شوي او په هېواد کې دايمي سولې، ثبات او د امنيت ټينګښت ته زياته اړتيا لري. دکابل يو اوسېدونکى شاه ولي وايي: ده ته مهمه نه ده چې څوک د هېواد د جمهور رييس په توګه ټاکل کېږي. هغه زياتوي: خلک هيله لري چې له هر راز تاوتريخووالي څخه لرې د سولې په فضا کې ارامه ژوند وکړي او دغه ارمان يوازې هغه وخت تحقق مومي چې د حکومت مشران جوړه وکړي او د هېواد د خلکو او سولې تامينولو فکر وکړي. دکابل يوه بله اوسېدونکې ملالۍ هم د حکومت له مشرانو او سياستوالو څخه غوښتنه کوي چې د ملت غږ واوري. هغې زياته کړه: څه چې د افغانستان د زياتو خلکو غوښتنه ده، هغه دسولې تامينول او دجګړې پاى ته رسول دي، نو له مشرانو هيله لرم چې د خلکو د غوښتنو درناوى وکړي. ملالۍ په يوه هېواد کې د دوو جمهورو رييسانو ټاکل کېدل ناشوني بلي او څرګندوي چې په دې سره به افغانستان په نړيواله ټولنه کې هم د ملي وحدت او پيوستون په لاره کې خپل باور له لاسه ورکړي. دکابل ښار يو هټيوال جبارخان د باختراژانس له خبريال سره په خبرو کې څرګنده کړه چې محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله که چېرې د افغانستان پرخلکو پادشاهي غواړي بايد د خلکو غوښتنې واوري، که نه نو له دې پرته به د افغانستان خلک د دوى پر حکومت بې باوره وي . هغه له دواړو لورو څخه غواړي چې د هېواد د مظلومو او ځورېدلو خلکو په خاطر چې د جګړې او تاوتريخوالي زيات بار او زيات زيانونه يې زغملي د خبرو او انعطاف له لارې يوې پايلې ته ورسېږي، ترڅو د افغانستان عزت، د افغانستان د خلکو عزت او د دغو رهبرانو عزت خوندي پاتې شي. ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته