امنیت

په يوه ترافيکي پيښه کې درې تنه ووژل شول

کابل باختردزمري دمياشتي  ١٨ :

دسالنګ دلويې لارې دکفترخانې په ساحه کې تيره شپه دترافيکي پيښې له امله درې تنه ووژل شول .

دترافيکو درياست يوه خبرځاى باختراژانس ته وويل دغه پيښه  تيره شپه دنهو بجو په شاوخوا کې دسالنګ دلويې لارې  دکفتر خانې په ساحه کې هغه وخت رامنځته شوه  چې يو تونس ډوله موټر چې يوشمير کسان يې دهيواد شمال ته ليږدول له يوټانکر سره چې له شمال څخه کابل ته روان و ټکر وکړ.

په دې پيښه کې درې تنه ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.

قربانيان په تونس موټر کې سپاره وو.

دغه پيښه په داسې حال کې کيږي چې دسالنګ لويه لاره دترافيکي ګڼې ګوڼې اوزياتو ټيلري موټرو دتګ راتګ له امله نه يوازي ويجاړه شوې ده بلکې دزياتو ترافيکو پيښو ډگر هم ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته