امنیت

پاکستان ملا برادر آزادوي.

اسلام آبادډان  باختر د وږې دمياشتې ٢٠

دپاکستان حکومت ويلي دي چې دطالبانو جګپوړې بندي ملا عبدالغني آزادوي ملا برادر پخوا دطالبانو د دوم مقام په توګه ياد يده.

دباختر آژانس دخبرله مخې  :  دافغانستان حکومت پخوا څو ځلې له پاکستان څخه غوښتي دي چې دسولې دبهير سره دمرستې په خاطر ملا برادر خوشې کړي.

دطالبانو د ډلې دغه غړى د ٢٠١٠ کال د جنورى په مياشت کې ونيول شو او د ده نيول د افغانستان دسولې په بهير کې دپاکستان نه همکارۍ بلل شوې  و  .

دخبرونو له مخې  :  ملابرادر د سي آى ، اې  او پاکستانى عواملو دپټو عملياتو   په بهير کې په کراچۍ ښار کې ونيول شو چې . د ده په خوشې کولو سره دطالبانو د بنديانوشمير چې دپاکستان له جيلونوڅخه آزاديږي څلور ديرشو تنو ته به ورسيږي.

دملي امنيت او دبهرني سياست په چارو کې دپاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزيز  وويل :  پاکستان په اصولو کې تصميم نيولې دى  چې ملا برادر آزاد کړي.

دپاکستان  دبهرنيو چارو دوزارت ويندوى اياز احمد چاودري.دطالبانو ددغه بندي آزادول تاييد کړ او ويې ويل چې هغه به په مناسب وخت کې له بند څخه خوشې شي.

دپاکستان دغه تصميم  اسلام آباد ته د افغانستان دجمهور رييس حامد کرزي له سفر څخه دوه  اوونۍ وروسته اعلاميږي چې له نواز شريف سره  د کرزي د کتنې په بهير کې د ملابرادر د خوشې کولو غوښتنه طرحه شوه .

دافغانستان مقامات په  دې باور دي چې دطالبانو د بنديانو خوشې کول به  هغوى دسولې په خبرو کې د ګډون لپاره وهڅوي ،  خو دسياسي مسلو کارپوهان وايي چې په حقيقت باندې ددغو هيلو دترسره کولو کومه نښه نه ليدل کيږي.

په ١٩٩٦ کال کې کله چې طالبان واک ته ورسيدل  ملابرادر د هغې دوستۍ له مخې چې له ملاعمر سره يې درلوده  د دفاع وزارت دمعين په توګه وټاکل شو.

که څه هم د ملابرادر دوروستيو فعاليتونو په باب زيات اطلاعات نشته خو د

انترپول پوليسو ويلي دي چې هغه  له ٢٠٠٧ کال وروسته دکويټې دشورا په نامه

دطالبانو د رهبرۍ غړى و.

دامريکا دنيويارک ټايمز ورځپانې چې دملابرادر دنيولو خبريې خپور کړې و ، ويلي دي چې د ٢٠٠١ کال  د سپتمبر د يوولسمې نيټې له بريد څخه مخکې هغه داسامه بن لادن له  متحدانو څخه و.

دافغانستان حکومت او په دغه هيواد کې دملګرو ملتو دسازمان پخواني استازي په ٢٠١٠ کال کې ويلي و چې د ملابرادر  نيول د افغانستان دسولې په بهير منفي اغيزه کړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته