سیاست

دهرات له هوايي ډګر څخه نړيوالې الوتنې پيليږي

کابل -باختردمرغومي اتلسمه :
په نږدې راتلوونکې کې د هرات له هوايي ډګر څخه نړيوالې الوتنې پيليږي .
دهرات ولايت سيمه ييزمقامات وايي چې دهرات هوايي ډګر له بيا جوړولو او پراختيا وروسته، اوس د نړيوالو الوتنو دخدمتونو د وړاندې کولو وړتيا لري .
دهرات له هوايي ډګر څخه د نړيوالې الوتنو پيل له مرستندويو مرکزونواو په دغه ولايت کې له هوايي شرکتونو او د امريکا له قونسل سره دسيمه ييزو مقاماتو په غونډه کې وڅيړل شو .
دباختر اژانس د خبر له مخې: دهرات والي ډاکتر داود شاه صبا د دې کار تحقق د سيمه ييزې ادارې يو اساسي لومړيتوب اعلام کړ .
سره له دې چې د تير يو کال په بهيرکې له سيمه ييزو او نړيوالو منابعو څخه په استفادې سره، د هرات په هوايي ډګرکې دهوايي چلند مدرن او پرمختللي تاسيسات جوړ شوي دي؛ خو تراوسه پورې ددغه هوايي ډګرنړيوالې برخې په فعاليت پيل نه دي کړي.
په هرات کې د اريانا هوايي شرکت آمر په راتلوونکې اوونۍ کې دوبى ته  دهرات له هوايي ډګر څخه د لومړۍالوتنې دپيل خبر ورکړ .
ويل کيږي دهوايي  ډګر دسمبال ترمينل شتون چې په دوو کورنيو او نړيوالو برخو کې ًبه فعاليت وکړي؛ دريو کيلومتروپه اوږدوالې او د پرمختللو مسافر وړونکو الوتکو په ستر پارکينګ سره په معياري الوتنې سر ه په دې ډګرکې د نړيوالو الوتنو پيلولو ته زمينه برابره کړې ده .
  دهرات دهوايي ډګر دملکي برخې آمر محمد اعظم عظيمي باختر اژانس ته وويل: دترانسپورت او هوايي چلند وزارت چارواکو هم ژمنه کړې ده چې دهرات له هوايي ډګر څخه نړيوالو الوتنو ته زمينه برابره کړي .
ويل کيږي چې په اوس وخت کې دهوايي ډګر د الوتنو د ايمني برخې مسووليت يوه نړيوال شرکت ته چې دکابل ، مزارشريف او دجلال اباد په هوايي ډګرونوکې هم فعاليت کوي؛ سپارل شوى دى او دغه شرکت په کار پيل کړى دى .
د هرات اوسنۍ هوايي ډګر د امريکا په مرسته په ١٣٣٦هجري لمريز کال کې جوړ شو او همدا اوس د دريو کيلومترو په اوږدوالې او د ٤٥ مترو په سور د رنوي يوه  کرښه لري .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته