امنیت

د۲۰۱ سیلاب قول اردوپه قرارګاه کی غونډه جوړه شوه

کابل باختر دوري دمياشتې اتمه
د۲۰۱ سیلاب قول اردوپه قرارګاه کی دقول اردو دمسؤلیت په ساحه کی د(۷) ولایتونودامنیتی مسؤلینوپه ګډون امنیتی غونډه جوړه شوه.
د۲۰۱ سیلاب قول اردومطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
دغه امنیتی غونډه چی د۲۰۱ سیلاب قول اردودکنفرانسونوپه تالارکی د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری » د۲۰۱ سیلاب قول اردومرستیال ،دقول اردودرستیزوال ،دقول اردو د  څلور ګونو لواګانو قوماندانانو،دسرحدی لواقوماندان ، دعامه نظم پولیسو دلوا قوماندان،د۲۰۱ سیلاب قول اردو دمسؤلیت په ساحه کی (دننګرهار،لغمان ،کنر،نورستان ،کاپیسا، پروان اوپنجشیرولایتونو) امنیه قوماندانانو ، دملی امنیت رئیسانو اودهمغږی مرکزونوقوماندانانوپه ګډون جوړه شوی وه چی دقرآن عظیم الشان دڅو مبارکو آیتونوله تلاوت اودسرلوړی هیواد دملی سرود له غږولو وروسته د۲۰۱ سیلاب قول اردودمسؤلیت په ساحه کی ټولوامنیتی مسؤلینو اودیادی قول اردو دڅلورګونو لواګانو قوماندانانو هریوپخپل وارسره خبری وکړی چی دتیرکال ټولواجراشویوجګړه ایزودندوپه اړه خپل کاری ګذارشونه اودراتلونکی کال لپاره یی دامنیت دلاپیاوړتیاپه موخه دنوی کال دخالد عملیاتو له مفکوری سره سم  خپل جوړشوی پلانونه دغونډی ګډونوالوته اود۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان په وړاندی واورول .  
وروسته د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» دغونډی دارزونی پرمهال د۲۰۱ سیلاب قول اردو دمسؤلیت په ساحه کی  دټولودفاعی او امنیتی ځواکونوله قوماندانانو او ټولومنسوبانوڅخه دزړه له کومی مننه او ستاینه وکړه او ویی ویل لکه څرنګه چی تراوسه د 201 سیلاب قول اردو دمسؤلیت په ساحه کی مو د لوړمورال اوښی همغږی په درلودلوسره په دوامداره توګه امنیت پیاوړی ساتلی اودهیواد دښمنانوته
مو  سخته ماته ورکړی اودهغوى ټول شوم پلانونه موشنډکړی اوهغوی ته مواجازه نده ورکړی چی د۲۰۱ سیلا ب قول اردودمسؤلیت په ساحه کی کومه سیمه اویاکومه ولسوالۍ له سقوط سره مخامخ کړی اودګران هیوادافغانستان ټول وطنوال اود دولت رهبری درباندی ویاړی همدارازمطمئن یم چی په  راتلونکی کی به هم دوطن دښمنانوته اجازه ورنکړی چی د۲۰۱ سیلاب قول اردو دمسؤلیت په ساحه کې ورانکار فعالیتونه ترسره کړي اویاهم دقول اردو د مسؤلیت په ساحه کی دشریفوخلکو ژوندپه خطرکی واچوی په پای کی د۲۰۱ سیلاب قول اردوقوماندان ډګرجنرال محمدزمان «وزیری» دغونډی ټولوګډونوالو اود۲۰۱ سیلاب قول اردو دمسؤلیت په ساحه کی (دننګرهار،لغمان ،کنر،نورستان ،کاپیسا، پروان اوپنجشیر)ولایتونوامنیتی مسؤلینو اودقول اردو دڅلور ګونو لواګانو قوماندانانوته دامنیت دلاټینګښت په اړونده لازمی او جدی سپارښتنی وکړې. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته