امنیت

په پکتيا ولايت کې پنځه تنه ماين ښخوونکي د خپل ماين قرباني شول

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٢٨
پنځه تنه ماين ښخوونکي په پکتيا ولايت کې د ماين ښخولو په وخت کې ووژل شول.
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
پنځه تنه ماين ښخوونکي پرون له غرمې وروسته کله يې چې غوښتل د پکتيا ولايت د جاني خيلو ولسوالۍ په سړک کې ماين ښخ کړي؛ د ماين د چاودنې له امله ووژل شول .
دغه راز د الله داد په نامه يو ډار اچوونکى کله يې چې غوښتل په چاويدونکو توکو يوه بوشکه چاوديدونکي توکي  د قندهار ښار د لومړۍ حوزې په مربوطاتوکې ځاى پرځاى کړي؛ له يوې تومانچې سره د پوليسو له خوا ونيول شو.
ديوبل خبرله مخې: د ملي پوليسو ځواکونو پرون ٢٢ ماينونه چې د ډار اچوونکو له خوا د غزني ، قندهار او د لغمان د ولايتونو په مربوطاتو کې ښخ کړي شوي و؛ کشف او شنډ کړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته