سیاست

دانتخاباتو دخپلواک کمېسيون مرستيال درايو دپلټنې دبهير دګړندي کولو لپاره دشميرنې ډلې زياتيږي

کابل باختر د چنګاښ ديرشمه :
دانتخاباتو  دخپلواک کميسيون مرستيال وايي چې درايو دڅيړنې او پلټنې  بهير دنظر له يو لړ اختلافونو وروسته بيا عادي بڼه غوره کړې ده. 
دباختر  آژانس دخبريال دخبر له مخې : دانتخاباتو دخپلواک کميسيون مرستيال عبدالرحمن هوتکي  رسنيو ته ويلي دي ، دغه اختلافونه ددې زيږنده  و چې د راى ورکولوپه پاڼو کې دتګ مارک  په ځاى لاسليک شوى و،  دجمهوري رياست  ديوه نوماند دانتخاباتي کمپاين مسوول ټينګار کاوه چې دغه رايه دې  بايد باطله شي، او بل انتخاباتي مسوول ويلې چې باطله دې نه شي چې له دې امله دلاسليک تشخيص هم ددواړو نوماندانو دانتخاباتي کمپاينونو مسوولينوته ستونزمنه او دپوښتنې وړ وه .
هوتکي زياته کړه  ددواړو  نوماندانو استازي  پرون تفاهم  ته ورسيدل ،يعنى نور دې دتک مارک پرځاى لاسليک هم شوې وې  بايد هغه هم دشميرنې په بهيرکې  شامل شي .
دده دڅرګندونو له مخې : درايو  دپلټنې دبهير دګړندي کولو لپاره موږ نن پنځلس  نورې ډلې ور زياتوو يعنې پنځه پنځوس  ډلې به دسهار له خوا او پنځه پنځوس ډلې له غرمې وروسته خپل کار ته دوام ورکړي .
او دغه پروګرام  دنيکمرغه کوچني اختر تر ورځو پورې يوسلو پنځوسو ډلو ته لوړيږي .
په همدې حال کې دافغانستان په چارو کې دملګروملتو دسازمان دسياسي دفتر يوناما ويندوى دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو درايو دپلټنې دبهير دبيا پيل کيدو هرکلي وکړ او ويلي يې دي : دملګروملتو سازمان او دافغانستان خلک هيله لري چې درايو د پلټنې بهير په ډير لنډ ممکن وخت کې پاى ته ورسيږي او نتيجه يې روښانه شي .
دجمهوري رياست ددويم پړاو انتخاباتو درايو دپلتنې بهير  دتيرې پنجشنبې  په ورځ پيل شو   او ددواړو انتخاباتي ټيمونو دکتوونکو ترمنځ له يو لړ اختلافونو وروسته وځنډول شو او پرون له غرمې وروسته بيا له سره پيل شو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته