ټولنه

کليوالي اوسيدونکو دڅښاک په روغتيايي اوبو زيات برلاسۍ ترلاسه کړى دى

کابل باختر د تلې  نولسمه :
په تيرو  دريو کلونوکې دڅښاک په روغتيايي اوبو دکليوالي اوسيدونکو برلاسى  په سلو کې اته ويشت زيات شوى دى .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت وياند اکبر رستمي  دباختراژانس خبريال ته وويل دغه وزارت په تيرو دريو کلونوکې دهېواد په کچه داوبو رسولو څه ناڅه پنځلس زره پنځه سوه پنځوس  پروژې پلې کړي دي چې په بشپړيدو  سره يې په روغتيايي اوبو دکليوالي اوسيدونکو دبرلاسي  کچه په سلو کې  له ديرشو څخه اته پنځوسو ته لوړه شوې ده .
دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت دمقاماتو دڅرګندونوله مخې  دغه و زارت په پام کې لري چې دهېواد په  کچه  داوبو رسولو څه ناڅه څلور سوه پنځوس  پروژې تطبقې کړي چې دهغو په عملي کيدو سره به په  هېواد کې دکليوالي اوسيدونکو ستونزې کمې شي .
  ختم_  ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته