ټولنه

تبصره

کابل باختر د چنګاښ  اتمه :
دروژې  مبارکه مياشت دعبادت ، طهارات  او پاکوالي مياشت او دتقوا ، ځان پيژندنې او دخداى پيژندنې مياشت ده چې بايدمحدودې   ورځې   يې غنيمت وبولو اوزياته  استفاده ورڅخه وکړو .
دباختراژانس مبصر ليکي:
  دافغانستان  مسلمانو او ديندارو خلکو نن دنورو هيوادونو له مليونونو تنو مسلمانانو سره يوځاى دروژې دبرکتي نيکمرغه  او له فضيلت ډکې مياشتې درارسيدو هرکلي وکړ .
دکال په ټول تقوم کې دروژې دمبارکې مياشتې په اندازه هيڅ برکتي  او له فضيلت  ډکه مياشت نشته، ځکه دغه مياشت داسې مياشت ده چې لوى خداى ( ج )  په هغې کې انسانانو ته خپل کلام نازل کړ، دروژې مبارکه مياشت دقران عظيم الشان دنازليدو مياشت ده ،الهي  کلام چې دانسانانو دنيوي او اخروي  ژوند يې تعريف کړى دى، او په هغه کې دانسان په شان دژوند کولو  ، ځان پيژندنې اوخداى پيژندنې  لپاره لارښوونې شته، او دانساني ژوندانه دقانون چوکات يې جوړ کړى دى .
دروژې دمبارکې مياشتې ارزښتونه دڅوکرښو په ليکلو او دڅو کليمو په ويلو سره پاى ته نه رسيږي  ددغې برکتي مياشتې په اړوند ډير ارزښتناکې  خبرې داسلام دستر پيغمبر  حضرت محمد مصطفي ( ص)  په خبرو په ډاکه شوي دي چې فرمايلي يې دي، دروژې مبارکه مياشت د خداى مياشت او دبرکت رحمت اومغفرت  مياشت ده چې دلوى خداى ( ج )  په وړاندې  ډيره  غوره مياشت ده، ورځې  يې ډيرې ښې ورځې، شپې يې ډيرې غوره شپې او ساعتونه يې ډير غوره ساعتونه دي.
دغه مياشت پراخه  فلسفه  او تعريف لري  نه څښاک، نه خواړه ،له منګرانو څخه لرې والى له ظالم نفس سره جګړه له اړو اومحتاجو کسانو سره مرسته اوهمکاري ،  مشرانوته درناوي، له ماشومانوسره محبت عاطفه، دژبې ساتنه په يتيمانو مهرباني اوله ګناهونو څخه دتوبې کول د روژې  اصلي فلسفه ده .
  دلته يواځې دخوراک او څښاک تحريم نه دى  روژه دژوندانه او دانساني  ژوند فلسفه بيانوي چې هدف يې دنفس تذکيه ده .
رمضان ستر جهاد دى،  دخداى دازموينې مياشت په شهواني خواهشاتو او په شيطاني  هوسونو دبطلان  دکرښې ايستل او دبي وزلو  اومحتاجو کسانو په حالت پوهيدل دي چې نه شو کولاى يواځې له خوراک او څښاک څخه په لري والي سره ځان روژتي وبولو، بلکې بايد له ټولو ناخوالو څخه ډډه وکړو، معنويت او ارزښتونو ته مخه وکړو او هغو ته په خپلو زړونو کې ځاى ورکړو.
نو دروژې فلسفه  پراخه او ستره ده او داټکۍ تفهويموي چې هر انسان اومسلمان په هغې کې ځان وپيژني ، بايد روژه دناوړو چلندونو او عصبانيت  لپاره پلمه ونه بولو .
روژه بايد دبيو دلوړوالې او دګران پلورنې او احتکار  عامل ونه بولو  او په يوه خبره بايد شخصي ګټې غوښتنې او خپل ناوړه عاداتونه له روژې سره چې دعباداتو او زغم مياشت ده اړوند ونه بولو برعکس داسلام دستر پيغمبر په خبرو چې وايي دروژې په مبارکه مياشت کې ډير ښه  عملونه له ګناهونو څخه ډډې کول دي منګولي  ولګوو  او هغه په دقيق ډول  او په پراخه توګه تفسير کړو او خپل ځاى پکې پيداکړو . 
له شک پرته نيکمرغه او بختور کسان هغه څوک دي چې ددغې مبارکې مياشتې ارزښتونه وپيژني  او له زياتو برکتونو څخه ګټه واخلي ښه به وي چې دروژې مبارکه مياشت دخپلو دينوي  او اخروي ستونزو دحل کولو لپاره لاره وبولو او درناوي يې وکړو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته