جلال آباد باختر د ليندۍ څوارلسمه :
لس تنه په ننګرهار ولايت کې د بېلابېلو جنايي پيښو په اړوند ونيول شول .
دغه کسان د وروستيو څلير ويشتو ساعتو په بهيرکې د ننګرهار له ګوټ ګوټ څخه د عملياتو او پلټنې په وخت کې د پوځيانو له خوا ونيول شول .
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل چې په نيول شويوکسانو د وژنې، غلا، دنشه يي توکو د قاچاقو او د انسان تښتونې تور لګول شوى دى .
ده وويل: دغه کسان د دغه ولايت له بېلابېلو سيموڅخه د پوځيانو د پلټنې په عملياتوکې ونيول شول .
ختم_ ج _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ