ټولنه

په بدخشان کې د نشه يي توکو پلورونکي ونيول شول .

کابل باختر د ثور څلورمه :
په بدخشان ولايت کې  اته تنه د نشه يي توکو د پلورنې په تور ونيول شول .
د بدخشان ولايت د امنيې قوماندانۍ له نشه يي توکوسره د مبارزې مدير سمونوال  سيد نور الله احمدي  د باختراژانس خبريال ته وويل چې ،دغه  کسان په فيض  اباد ښار کې  په پرچون ډول  د نشه يي توکو په پلورنې بوخت و چې، له نشه يي توکو سره  د مبارزې د پوليسو له خوا  ونيول شول .
احمدي وويل  چې، په بدخشان ولايت کې  په نشه يي توکو روږدي کسان په ډيرې اسانى سره نشه يي توکي  له پرچون پلورونکو څخه  ترلاسه کوي .
ده وويل چې، په تېر يوکال کې د نشه يي توکو يو زيات شمېر  قاچاق وړونکي  نيول شوي دي او د هيروئينو د توليدولو څو کارخانې هم ويجاړې شوي دي .
  ختم_  ج _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته