ټولنه

په ميدان وردګو کې له سيلاو ځپلو کورنيو سره مرسته .

کابل باختر د ليندى  يوولسمه :
دميدان وردګو په ولايت کې  له کابو يوسلو  ديرشوسيلاو ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته وشوه .
دغوکورنيوته دروان کال په بهير کې دسيلاونو دراوتلو له امله دسر زيان او مالي تاوان اوښتي و .
دميدان وردګو ولايت له پيښو سره دمبارزې دتياري دادارې رييس نجيب الله اکبري  دباختراژانس خبريال ته وويل چې  په دې پړاو کې له يوسلو اته ويشتو سيلاو ځپلو کورنيو سره نغدي مرسته شوې ده .
ده وويل  چې ډيرې  سيلاو ځپلې کسان دميدان وردګو ولايت  دبهسودو اوسيدونکي دي .  له بلې خوا دميدان وردګو والي زندي ګل زماني ددغو مرستو دويش په مراسمو کې وويل چې له نورو سيلاو ځپلو او اړو کورنيو سره به هم په نږدې راتلونکې کې مرسته وشي .
ديوبل خبر له مخې دميدان وردګو په ولايت  د جګړو او په تيره بيا په واټونو کې دماينونو دچاودنو له امله له يوشمير  زيانمنو شويو کورنيو سره  مرسته وشوه .
په دې مرسته خوراکي توکي شامل و . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته