اقتصاد

دمخابراتو وزارت دنويو تجهيزاتو په درولوسره به په هيواد کې مخابراتي فعاليتونه سراسري شي

کابل -باختردوږي دمياشتې ١٢ :
دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي وزارت دهېواد په لرو پرتو سيمو کې مخابراتي خدمتونو ته پراختيا ورکوي.
دجي اس ام  دخدمتونو دپراختيا دتجهيزاتو ددرولو تړون نن دګټونکو شرکتونو او دمخابراتو اومعلوماتي تکنالوژي د وزارت ترمنځ لاسليک شو.
دباخترا ژانس  دخبريال دخبرله مخې، دغه تړون دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت دمعين انجينر بريالي حسام ، دافغان تيلي کام دمخابراتي شرکت د رييس انجينر ګل احمدراستمن   د ام  ټي ان  موسسې دخدمتونو دمسوول محمدناصر ناصري  اودافغان بيسيم دشرکت ديوتن چارواکې انجينر محمدولي سلطان له خوا لاسليک شو.
دمخابراتو وزارت  تخنيکي معين انجينر بريالي حسان ددغه تړون له لاسليک کولو مخکي په هغو ساحو کې چې مخابراتي شرکتونو له خوا په خپله  خوښه ترپوښښ لاندې نه دې نيول شوي، دمخابراتو  دسکتور د ودې اوپراختيا په لاره کې ددغه   وزارت دمکلفيتونو په باب خبرې و کړې   اوزياته يې کړه: دغه وزارت  په ټول هيواد کې دوه سوه شل مخابراتي سايتونه  دمخابراتي شرکتونو ترمنځ سيالي ته وړاندې کړي و  چې په نتيجه  کې يې دافغان تيلي کام ١٩٦ سايټونه، ام ټت ان  ١٦ سايټونه او دافغان بيسيم نهه سايټونه  وګڼل.
دمخابراتو وزارت تخنيکي معين زياته کړه: دغه ټاور به دګټوونکو شرکتونو له خوا په يو نيم کال کې په لرو پرتو په هغو ګڼ ميشتو سيمو کې چي تراوسه پورې  دمخابراتي خدمتونو له ښيګڼو څخه بې برخې دي، ودرول شي.
ده زياته  کړه:  ددغو ټاورونو په فعاليدو سره به  دهيواد په سلو کې پنځلس وګړي چې له مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې  دي ،ترپوښښ لاندې  ونيسي .
انجينر حسام ددغو تاورونو دفعالولو لګښت اته ويشت مليونه امريکايي ډالره اټکل کړل  چي دمخابراتو  اومعلوماتي تکنالوژي وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه ورکول کيږي .
ديادونې وړ ده چي دمخابراتي خدمتونو دوړاندې کولو ټول شرکتونه مکلف دي چې په کال کې دخپلو عوايد په سلو کې دوه اعشاريه پنځه  دمخابراتو دپراختيا صندوق ته تحويل کړي .
د مخابراتو وزارت مسوولين وايي چې په درست هېواد کې څلور زره اووه سوه شپيته مخابراتي ټاورونه درول شوي او فعال شوي  دي چي له دې لارې دهيواد د وګړو په سلو کې پنځه اتيا ترپوښښ لاندې نيسي او په سلو کې زموږ يوازې پنځلس نوروګړې دنويو ټاورونو په درولوسره به له دغو ښيګڼو څخه ګټه واخلي
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته