کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٩
د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله پرون په کابل کي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان له تلونکي سفیر ایدین نورهان سره دمخه ښې کتنه وکړه
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ
د او ای سي یاد سفیر په کابل کي څلور کاله ماموریت کړی او له تګ سره یې لا هم ځای ناستی نه دی ټاکل سوی.
اجرائیه رئیس په تیرو څلورو کلونو کي د دغه سفیر له کار او فعالیتونو مننه وکړه او هغه ته یې په راتلونکي کي د نورو بریاوو غوښتنه وکړه.
نوموړي یاد سفیر ته وویل، افغانستان هیله لري، چي د اسلامي هیوادونو د همکاریو سازمان راتلونکی سفیر به دلته د اړوندو مسؤلیتونو سره سم د ستونزو په حل کي اغيزمن ګامونه واخلي.
ښاغلي نورهان د هیواد له اجرائیه رئیس سره په کتنه کي وویل، چي دلته له کار کولو ښې خاطرې لري او د خپل کاري مهال ټول راپور او لازمي حل لاري به په یوه راپور کي د اسلامي همکاریو سازمان ته وړاندي کړي.
0 1 دقیقه لوستل