نړۍ

په کشميرکې د هندي ځواکونو په ډزوکې درې تنه ووژل شول

سرينګر ډي ډان  باختردتلې دمياشتې ٨  نيټه :
په کشميرکې د سرحدي کنترول کرښې ته د هندي ځواکونوپه ډزو کې د يوه پاکستاني عسکر په ګډون درې تنه ووژل شول اوڅلور تنه نورټپيان شول.
باختر آژانس د پاکستاني رسنيو له خولې خبر راکړ:
مخکې له دې د پاکستان تر ادارې لاندې کشمير کې، د کميشنر مرستيال   چوهدري کاشف حسين وويل چې د يوې ښځې په ګډون دوه تنه ملکي کسان د هاويلي په ناحيه کې د ښخ کړاى شوي ماين د چاودنې له امله ووژل شول.
د دغه کميشنر د څرګندونوله مخې: ښايي دغه ماين له لرې واټن څخه چول شوى وي.
د پاکستان د اردو په يوې ګزمې چې د ژغورنې په عملياتوکې يې مرسته کوله،  هم بريد شوى دى چې له امله يې يو عسکر ووژل شو او درې تنه نورټپيان شول.
ټپيان پوځي روغتون ته وليږدول شول.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته