سیاست

دمشرانو جرګه: دځانمرګوبريدونو د ردولو په خاطر دې داسلامي هيوادونو دعالمانو نړيوال کنفرانس جوړشي

کابل  باختردلړم دمياشتې ٩ :
دسنامجلس دلومړي نايب محمدعلم ايزديار په مشرۍ دمشرانو جرګې دلومړنۍ غونډې په آزادو خبروکې دفارياب ولايت دځانمرګې بريد رپوټ واورېدل شو او دځانمرګو او تروريستي بريدونو دحراموالې په باب دسعودي عربستان دمفتي اعظم فتوا تائيده شوه.
دمشرانوجرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ :
دغونډې په پيل کې دفارياب ولايت سناتور سعيدفرخ شاه جناب په دغه ولايت کې دځانمرګې بريد دڅرنګوالې په باب معلومات  وړاندې کړل او ويې ويل  چې دميمنې ښار دعيدګاه جومات په دروازه کې دجنايتکارو طالبانو په ځانمرګې بريدکې دماشومانو، ښځو، لويانو او دملي اردو اوپوليسو دمنسوبينو په ګډون څه دپاسه سل تنه شهيدان اوټپيان شول .
دهيواد جمهور رييس او نورو حکومتي چارواکو ددعا دکولو او دغم شريکي  دڅرګندولو په مقصد دغه ولايت ته سفر وکړ او دشهيدانو له پاتې کسانوسره يې مالي مرستې وکړې او دټپيانو د درملني لپاره يې لازمې لارښوونې وکړې او زياته يې کړه:
معلومه ده چې طالبان اسلام او اسلامي مقدساتو ته احترام نه لري اوبايد دچارو مسوولين  له تروريستانو سره دخپلې مبارزې څرنګوالې او پاليسى بدله کړي  او لازم امنيتي تدبيرونه دې ونيسي .
نورو سناتورانو په ډيرو سختو الفاظو سره دغه شان عملونه وغندل اوهغه يې داسلام او دبشريت پرضد وبلل  اوڅرگنده يې کړه چې اسلام آن اجازه نه ورکوي چې دنورو اديانو په اماکنو بريد وشي دا خو لاپريږده چې دمسلمانانو په عبادت ځاى او هغه هم د اختر دلمانځه د اداء کولو په بهيرکې .
سناتورانو دغه راز ددغه شان عملونوپر وړاندې دحکومت  له زغم او تضرع څخه ډک سياست انتقاد وکړ او ټينګار يې وکړ  چې دافغانستان  دعالمانو سراسري شورا دې دطالبانو داسلامي او بشري ضد وحشيانه عملونو پر وړاندې چوپه خوله غوره  نه کړي  او دځانمرګو بريدونو  په ناروا والې کې  دسعودي عربستان دمفتي اعظم په شان خپل دريځ مشخص کړي.
دغه راز ديوې  ډلې طالبانو له خوا  په لاره کې  دفارياب ولايت دپيښې دځينو شهيدانو دپنځلسو تنو خپلوانو ديرغمل نيونې چې له غور ولايت څخه دخپلو خپلوانو دمړو دليږدونې لپاره فارياب ته روان وو، يادونه وشوه اودطالبانو يوبل عمل چې دنيکمرغه لوى اختر په دويمه ورځ يې څوتنه مسافران دغزني ولايت په ساحه کې  ووژل؛ داسلامي اوبشري ضد عمل په توګه وبلل شول.
په آزادو خبرو کې په غور ولايت کې دقومي اختلافونو  دنه حل کېدو يادونه وشوه او وويل شول چې دغه اختلافونه له کلونو کلونو ر ا په دې خوا د دواړو لورو له مرګ ژوبلې سره جوخت  دوام لري  چې يواځې دغور د والي دهلوځلو له امله د رضا اوتايمني قومونو سوله کړې ده، خو ددغه ولايت دپهلوان او چشتي دقومونو اختلافونه تراوسه پورې دوام لري او غوښتنه وشوه چې دجمهوري رياست دشکايتونودڅيړنې کميسيون او د پروفيسرحضرت صبغت الله مجددي په مشرۍ دقومي شخړو دحل کولو خپلواک  کميسيون دې ددغو اختلافونو دحل کولو په لاره کې هلې ځلې او منځګړيتوب وکړي.
لکه څنګه چې دهرات ولايت دسولې دعالي شورا غړې ميرمن شمايل عزيزي ددغې جګړې اوشخړو پرخلاف دغبرګون په څرگندولو سره دنه خوړو په اعتصاب لاس پورې کړې دي.
دغه راز دفراه ولايت دپرچمن د ولسوال سليم مبارز د وژل کېدو له امله  چې وويل شول، دماين دچاودنې له امله وژل شوى دى، خواشينۍ څرگنده شوه.
دغه راز له نيکمرغه لوى اختر څخه دوه ورځې مخکې دکابل ښار دښوونځيو له اعلان پرته، تعطيل او هم له اختر وروسته رخصتيو  او په دې اړوند دپوهنې وزارت دمسوولينو په نه پاملرنې سخت انتقاد وشو او دا کار دښوونځيو د درسي بهير  په زيان  وبلل شو.
دايساف دپوځي ويندوى وروستي څرگندونې چې ويلى يې دى:  دافغانستان په پولوکې دبهرنيو بريدونو شنډول  اوله هيواد څخه په بهرکې  عمليات که څه هم تروريستان چمتو کوي، خو افغانستان ته يې استوي د دوى دندې نه دى، خبرې وشوې او څرگنده شوه  چې نړيواله ټولنه په تېره بيا ناټودې بايد په مدرنو  هوايي اوځمکنيو وسلو دافغانستان د وسله والو ځواکونو دسمبالولو اوتمويلولو په وړاندې په خپلو ژمنو عمل وکړي چې دغه هيواد وکولاى شي دبهرنيو لاسوهنو په وړاندې دځان دفاع وکړي او دغه راز انتقاد وشو چې د افغانستان زياتره لرې واټن ويشتوونکې  وسلې او محاربوي ټانکونه  په دې نامه چې په شوروي کې جوړشوي و، د ډي- ډي- آر په بهيرکې راټول اوله منځه يوړل شول چې ګڼې نوې وسلې ورکول کيږي چې دا کار تراوسه پورې  داکار نه دې عملي شوى .
دغه راز په هيوادکې دبهرنيو مرستندويوکميټودشتون يادونه وشوه او څرگنده شوه چې حکومت دې بايد ددغه شان کميټو فعاليتونه په دقيقه توګه وڅاري.
دغونډې په پاى کې په فارياب ولايت کې دځانمرګې بريد دغندلو په ترڅ کې څرگنده شوه  چې دافغانستان  حکومت دې بايد له طالبانوسره دخپلو مبارزو په  څرنګوالې نوى نظر وکړي او دتضرع له سياست څخه دې ډډه وکړي اوهم دافغانستان او المان حکومت دې له ترلاسه شوى فرصت او دسعودي عربستان دمفتي اعظم له وروستيو څرگندونوڅخه زياته استفاده وکړي او داسلامي عالمانو يو نړيوال کنفرانس دې  وغواړي  چې دتروريزم  او دځانمرګو بريدونو او دځينو نورو مواردو پرخلاف شرعي فتوا صادره کړي.
دغه راز ددفاعي او د داخلي امنيت دچارو کميسيون ته دنده وسپارل شوه  چې دکابل _ قندهارپه لويه لاره کې دامنيت دتامينولو اوپه غزني کې دپنځوتنو د وژل کېدو دعلت دمعلولوپه خاطر دکورنيو چارو وزير خپلې يوې غونډې ته وغواړي او هم وپتيل شوه چې په غور ولايت کې د دوو قومونو دستونزو دحل کولو په خاطر دې د اړوندو مراجعو په نامه ليک صادرشي او هم دلوى څارنوالي دتشکيل، دندو اوصلاحيتونو قانون غونډې ته معرفي او د راتلوونکو پړاونو دبشپړولو په مقصد دمشرانو جرګې دتقنين، عدلي  اوقضايي چارو کميسيون او نورو کميسيونونو ته وسپارل شو.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته