قلات باختر دمرغومې ۵ مه
د زابل ولایت په نوبهار ولسوالۍ د خوراک د نړیوالې ادارې له خوا له ٤٠٠ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کېږي.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال د باختر آژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې په دې مرسته کې به هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو ګرامه وړه، درې لیټره غوړي او ١٥ کیلو ګرامه دال او وچې شېدې ورکړ شي.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ