سیاست

محمد عمر دکندز نوى والي وټاکل شو .

کابل باختر د ليندي يوولسمه :
دسيمه ئيزو ارګانونو دخپلواکې ادارې په وړانديز او دجمهوري رياست په منظورۍ  محمد عمر صافي دکندز دوالي په توګه وټاکل شو .
صافي دوه څلويښت کلن دى اوخپلې لوړې زده کړې يې دماسترى ترکچې پورې دامنيت او ګواښ دمديريت په څانګه کې دانګلستان په ليستر پوهنتون کې بشپړې کړي دي .
دى دبلخ ولايت اوسيدونکى دى اولس کاله يې دهيواد په شمال کې دملګروملتو دسازمان دامنيتي مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده .
  دسيمه ئيزو ارګانونوخپلواکه اداره دکندز دوالي په توګه دصافي دټاکنې هرکلي کوي او داکار مناسب او پرځاى اقدام بولي .
دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکه اداره هيله کوي چې محمد عمرصافي به دخلکو او د اړوندو ادارو په همکارۍ دمرکزي حکومت دپروګرامونو په تطبيق  کې بريالي شي .
دسيمه ئيزو ارګانونو خپلواکه اداره دکندز دپخواني والي غلام سخي بغلاني  دبرياليتوبونو او غوره خدمتونو له امله قدرداني کوي  او خلکو او هيوادته دخدمت په لاره کې  دده دبرياليتوب  هيله کوي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته