ټولنه

دترافيکي ګڼې ګونې دمخنيوي لپاره اصلاحي طرحې ترلاس لاندې نيول شوي دي .

کابل باختر د چنګاښ ٢٧ نيټه :
دترانسپورت وزارت په ښاري ترانسپورت  کې دنظم درامنځته کولو  په خاطر   له کابل ښاروالۍ  سره په همکارى کې نوې اصلاحي طرحې برابرې کړي دي .
  داپه داسې حال کې دى  چې څه  موده مخکې  دهېواد جمهور رييس اړوندو  بنسټونو ته دنده سپارلې وه چې په ښاري ترانسپورت کې دنظم درامنځته کولو په خاطر  بشپړه طرحه وړاندې کړي .
دغه طرحه دترافيکي ګنې ګونې دکمښت ، دښاري عامه ترانسپورت دخدمتونو دوړاندې کولو او دشخصي او غير رسمي وسايطو دفعاليتونو دقانونمند کولو په خاطر برابره شوې ده .
دترانسپورت وزارت وياند حکمت الله دباختراژانس  خبريال ته وويل چې دترانسپورت  وزير محمد حميد طهماسي  دکابل ښاروالۍ  دسرپرست عبدالله حبيب زي او دترانسپورت  په وزارت کې داړوندو ادارو درييسانو په شتون دغه طرحه بشپړه کړه .
ده وويل  چې دغه طرحه دخصوصي ترانسپورت  دوسايطو د  تنظيم ، دعامه ښاري ترانسپورت  دنظم دبرابرولو او داصلاحي طرحو په اړوند  دترانسپورت  وزارت دپاليسي اوپروګرامونو  درييس محمد صميم رحيمي اودکابل ښاروالۍ  دسلاکار له خوا چمتو شوې ده او دغه وزارت غواړي چې دښاريانو دستونزو په پام کې نيولو سره عملي شي
په همدې حال کې  دکابل ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبيب زي وايي چې داصلاحي  طرحو تطبيق کولاى شي ستونزې لرې کړي
ده دغه ر از يادونه وکړه پتيل شوې ده چې دخصوصي  برخو  دنظريو او وړانديزونو په پام کې نيولوسره دشخصي وسايطو  دفعاليتونو مقرره برابره او په ګده دهغې دتطبيق   په برخه کې عملي اقدامات وشي .
  ختم_ عطاالله – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته