ورزش

دهېواد دکرکټ ملي ټيم دزيمبابوي ټيم ته ماتې ورکړه

کابل باختر دسلواغې ١٧ نيټه :
دکرکټ ملي ټيم  په خپله لومړۍ شل آوريزه لوبه کې دپنځو ويکټو په توپير سره وکولاى شول دزيمبابوې ټيم ته ماتې ورکړي.
دهېواد دکرکټ ملي ټيم تيره شپه  وکولاى شول په لومړي شل آوريزه لوبه کې  دپنځو ويکټوپه توپيرسره په  عربي متحده امارتو کې دشارجې په لوبغالي کې دزيمبابوې  ټيم  ته ماتې ورکړه.
په دې لوبه کې لومړى توپ اچونه دزيمبابوې ټيم پيل کړه او په وروستي آور کې دنهو لوبغاړو په سوځيدو سره  وکولاى شول يوسلو شل منډې ترسره کړي.چې دهيوادکرکټ ملي ټيم په څوارلسم آورکې ټاکلى هدف پوره کړ.
ټاکل شوې  ده دهېواد دکرکټ ملي ټيم نن شپه دافغانستان په وخت دماښام په  اوو بجو او ديرشو  دقيقو خپله دويمه لوبه ترسره کړي .
پاى سعيده  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته