سیاست

دقزاقستان سفير له محمدکريم خليلي سره وکتل

کابل – باختر دکب دمياشتې ١١
دقزاقستان جمهوريت سفير  اوميري تاى  بيتيموف نن له غرمي  وروسته دجمهور ريس له  مرستيال محمد کريم خليلي سره وکتل .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې  کتنه کې لومړى په کابل کې  دقزاقستان سفر دواړه هيوادونه افغانستان او قزاقستان لرغوني او دايمي دوستان وبلل  اوپه بيلابيلو برخو  په تيره بيا داقتصادي او تجارتي اړيکو دپراختيا په برخه کې يې ددواړو هېوادونو ترمنځ داړيکو په لازياتې پراختيا باندې ټينګار وکړ.
ده دخوراکي توکو هغو مرستو ته په اشارې سره چې په دې وروستيو وختو کې دقزاقستان ددولت له خوا له افغانستان سره شوي  دي ، دافغانستان له دولت اوملت سره  دخپل متبوع هېواد دهمکارۍ  ددوام ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې دقزاقستان دولت په تيره يوه لسيزه کې دافغانستان ددولت ترڅنګ  ولاړ و او په بيلابيلو بهيرونو کې يې له دغه هيواد سره مرسته کړې ده .
په کابل کې دقزاقستان سفير دافغانستان اوقزاقستان ترمنځ دطبيعي پيښو خطرونو دکمښت اودبيړني غبرګون په لاره کې دمنځنۍ اسيا دسيمه ييز مرکز دجوړولو لپاره ددوه اړخيز موافقه ليک دلاسليک  په باب ددغه هېواد دتياري خبر ورکړ  او هيله يې وکړه چې دغه موافقه ليک په ډيرلنډ ممکن وخت کې لاسليک شي.
ده دافغانستان اودمنځنۍ اسيا دهېوادونو ترمنځ د اوسپنې پټلۍ  دغځولو په لاره کې دمرستې اوهمکارۍ  په باب دخپل متبوع هېواد علاقمندي اعلام  کړه  او هغه يې  په سيمه کې داقتصادي اړيکو دپراختيا لپاره ښه زمينه وبلله.
وروسته دجمهوررييس مرستيال محمد کريم خليلي ، دقزاقستان  جمهوريت دافغانستان خلکو ته يو مهم نړيوال دوست وباله  او دتيري  څه دپاسه يوې لسيزې په بهيرکې يې دافغانستان له دولت او ملت سره ددغه هېواد ددولت اوخلکو دهمکاريو  له امله مننه  او قدرداني وکړه.
دجمهوررييس مرستيال په سياسي ، فرهنګي او اقتصادي برخو کې ددواړو هېوادونو دمتقابلو اړيکو  په پراختيا باندې  دټينګار په ترڅ کې  د افغانستان اوقزاقستان ترمنځ داقتصادي اړيکو پراختيا  ددواړو هېوادونو په ګټه وبلله او په دې برخه کې يې دافغانستان ددولت علاقمندي اعلام کړه.
دجمهوررييس مرستيال ددواړو هېوادونو  ترمنځ دطبيعي پيښو دخطرونو دکمښت اودبيړني غبرګون لپاره دمنځنۍ آسيا  دسيمه ييز مرکز دجوړولو پرسر ددواړو هېوادونو ترمنځ  ددوه اړخيز موافقه ليک دلاسليک په کار کې  دقزاقستان جمهوريت  دوړانديز هرکلى وکړ او له طبيعي پيښو سره دمبارزې په برخه کې ددغه هېواد دهمکاريو له امله دمننې دڅرگندولو په ترڅ کې ددواړو هيوادونو ترمنځ ددوستانه  اړيکو په لازياتې پراختيا باندې هم ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته