امنیت

لسګونه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل/ د لړم ٧مه/باختر
په زابل کې د پوځيانو په نويو بريدونوکې لسګونه وسله وال طالبان ووژل شول.
پر دغو طالبانو له تېرې شپې تر نن سهاره پورې د شينکي، ارغنداب او ميزان  ولسواليو په ځينو برخوکې بريدونه وشول.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختر آژانس ته وويل چې په دغو ځمکنيو او هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو د لسو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ٥٤ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
هغه وويل چې په وژل شويوکې د طالبانو ٦ جګپوړي قوماندانان هم شامل دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې: پر دغو طالبانو د هغوى په مرکزونوکې د نويو ډار اچوونکو بريدونو د طرحه کولو په وخت کې بريدونه وشول.
خبرځاى وويل چې په بريدونوکې د طالبانو درې ستر مرکزونه، د بمونو او ماينونو په ګډون د هغوى ټول جنګي تجهيزات او لسګونه کيلوګرامه چاوديدونکي توکي  له منځه تللي دي.
دا په وروستيو کلونوکې په زابل کې د طالبانو پر سنګرونو د پوځيانو ډېر مرګاني بريدونه دي.
ختم- ف – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته