ټولنه

په دايکندي کې دموټرو دتګ راتګ يو سترپل ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

 کابل باختر دليندۍ دمياشتې ٢٩ :
په  دايکندي  ولايت کې  د موټرو دتګ راتګ يو  ستر پل ګټې  اخيستنې   ته   وسپارل شو .
دغه پل  چې  د ٣٣ مترو په اوږدوالي او داوو مترو په سور جوړشوى دى  ددايکندي  او باميانو ولايتونه له يوبل سره نښلوي .
د دايکندي ولايت  دفوايدعامې  دادارې يو مسوول باخترآژانس ته وويل : چې 
دموټرو د تګ راتګ  دغه ستر پل   دڅه دپاسه دوه سوه څلويښت زرو ډالرو په
لګښت  جوړشوى دى.
ددايکندي ولايت  يو هغو ولايتونو څخه دى چې زياته واوره پکې کيږي  اوپعه افغانستان کې  پيچلې اوسختې لارې لري  .
ددغه ولايت اوسيدونکي  دموټرو دتګ راتګ ددغه پل دجوړيدو له امله خوشحالي څرگنده کړه  او ويې ويل  چې له دې وروسته  دوي کولاي شي په آسانۍ سره خپل کرنيز محصولات  وليږدوي او يا خوراکي توکي له بازار څخه ترلاسه کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته