سیاست

اروپایي ټولنې په افغانستان کې د کلیدي اصلاحاتو د ملاتړ لپاره ۱۰۰ میلیونه یورو منظور کړې

کابل_باختر د زمري د مياشتې٣١مه
اروپایي ټولنې د افغانستان د ملاتړ لپاره د اصلاحاتو په ترسره کولوکې د پراختیایي پالیسۍ د ښه والي، د اقتصادي پایښت د ساتنې، د عامه مالي مدیریت ښه پرمخ وړلو او د دولتي شفافیې بودیجې د پیاوړي کولو په موخه پرون ۱۰۰ میلیونه یورو منظور کړې.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
اروپایي ټولنې دغه پرېکړه د تېرو ۱۲ میاشتو په اوږدوکې د اصلاحاتو له مثبتې ارزونې وروسته وکړه. دغې پیسې د دولت جوړونې د هوکړه لیک (SBC) یوه برخه ده، چې د ۲۰۱۶ کال اکتوبر میاشتې په ۴ مه نېټه د بروکسل کنفرانس په اوږدو کې له افغانستان سره لاسلیک شو.
له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د دغې مالې مرستې موخه، اقتصادي وده، د کار موندنه او د خدمتونو تضمین دی.
د مالیې وزیر اکلیل حکیمي وویل " د دغې مرستې منظوري په دې مانا ده چې افغانستان په مهمو برخو لکه عامه پالیسۍ، لوی اقتصاد، مالي مدیریت، څارنه او د بودیجې روڼوالي کې ښه پرمختګ کړې. موږ له مشروط میکانیزم لکه د دولت جوړونې قرارداد څخه ملاتړ کوو، اروپایې ټولنه د افغان حکومت د لومړیتوبونو په اساس د مرستې په موخه مالي اسانتیاوې برابروي ترڅو دوه اړخیزې ژمنې د پرمختللي، با ثباته او په ځان بسیا افغانستان لپاره نوي کړو. د اروپایې ټولنې د غړو او خلکو له هر اړخیز ملاتړ څخه مننه کوم."
د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې ځانګړي استازي ښاغلي فرانز مایکل میلبن وویل: " له افغانستان سره د مالي مرستو منظوري له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د اوږدمهالو ژمنو ښودنه کوي، د اصلاحاتي ژمنو د پرمختګونو له بریالۍ څېړنې سره سم د اروپایي ټولنې د دولت جوړونې هوکړه لیک له ملي بودیجې سره مستقیمه مرسته کړې او د افغان حکومت لپاره لازمې مالي سرچینې برابروي، چې دا مرستې لومړیتوبونو ته په کتو سره ولګوي. د دغو مرستو موخه خلکو ته د خدمتونه وړاندې کول، له اقتصادي ودې سره مرسته او د بېوزلۍ کچې کمول دي.
د دولت جوړونې هوکړه لیک (SBC) د افغانستان له حکومت سره د سولې او پراختیا ملي چوکاټ پر بنسټ د اصلاحاتي اجنډا په پلي کولو او د لومړیتوب لرونکو ملي پروګرامونو چې د افغانستان لپاره د تېر کال اکټوبر په میاشت کې د بروکسل په کنفرانس کې وړاندې شوي وو، مرسته کوي. په دې سره به ښه حکومتولي، د ښځو اقتصادي پیاوړتیا، ولسي تړون او اساسي خدمتونه وړاندې شي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته