کابل باختر دليندي شلمه :
شپږ تنه انسان تښتوونکي په قندهارکې په پنځلس پنځلس کاله بند محکوم شول.
دغه شپږ تنه دهغې علني غونډې په ترڅ کې چې د قندهار د ښاري محکمې د رييس په مشرۍ جوړه شوې وه؛ هريوپه پنځلس کاله بندمحکوم شو .
دقندهار د ښاري محکمې رييس باخترآژانس ته وويل: دغو شپږ تنوانسان تښتوونکو يوه مياشت مخکې يو اته کلن ماشوم د قندهار ښار له دريمې ناحيې څخه تښتولى و او د هغه د خلاصون په بدل کې يې له کورنۍ څخه يوولس زره امريکايي ډالره غوښتې و چې د پوليسو له خوا ونيول شو.
0 د یوې دقیقې څخه لږ