خبرونهامنیت

په روزګان کې د طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه ویجاړه شوه

کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر

په روزګان کې د وسله والو طالبانو د ماين جوړولو يوه کارخانه کشف او له منځه يوړل شوه.

دغه کارخانه د دهراوود ولسوالۍ بازار ته څېرمه د وسله والوطالبانو په يوه پټنځي کې وه.

د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو مقام باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو په دې کارخانه کې ماينونه جوړول او د هېواد په جنوب کې یې په خپلو بريدونو کې کارول.

هغه وويل چې افغان ځواکونو دغه کارخانه له لسګونو ماينونو او سلګونو کيلوګرامه چاودېدونکو توکو او جنګي وسايلو سره ویجاړه کړه.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

ختم- ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته