امنیت

د سمنګانو په مرکز ايبکو ښارکې د يوه پنځه څلويښت کلن سړي وژنه

کابل / باختر د تلې  د مياشتې  ١٥  :
يو٤٥ کلن سړى په سمنګانو ولايت کې د ناپيژاندو وسله والوکسانو له خوا ووژل شو.
د سمنګانو ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى عبدالمنير رحيمي د باختر آژانس  خبريال ته وويل: دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې وسله وال کسان د دغه سړي کور ته ننوتل؛ لومړى يې د عبدال په نامه ددغې کورنۍ مشر وواژه او وروسته يې د راضيې په نامه د ده ميرمن ټپي کړه او له سيمې څخه وتښتيدل.
ده  زياته کړه: دغه پيښه د دغه ولايت په مرکز د ايزاعلي په کلي کې د استوګنې په يوه کورکې رامنځته شوه او هغه سړى چې په دې پيښه کې وژل شوى دى؛ يو عادي کس و.
د ولايتي روغتون سرطبيب د دغې ټپي ښځې روغتيايي حالت خراب وباله.
د سمنګانو پوليسو شخصي دښمنۍ د دغې زړه بوږنوونکې پيښې مهم علت بللى دى.             

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته