اقتصاد

د ماليې وزير: د ايران او افغانستان ترمنځ تجارتي ژمنې دې عملي شي

کابل باخترد وږي  پنځلسمه :
د افغانستان د اسلامي جمهوريت دماليې وزير اکليل حکيمي تېر ماښام د ايران د کورنيو چارو له وزير عبد الرضا رحماني  فضلي سره په ارګ کې وکتل .
د ماليي وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې دواړو لورو، د دواړو هيوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو او د تجارتي اړيکو د پياوړتيا په باب خبرې وکړې او د دواړو هيوادونو ترمنح يې د همکاريو د لا زياتې پراختيا غوښتنه وکړه او ټينګار يې وکړ چې د افغانستان او ايران ترمنځ د ګډ اقتصادي کميسيون غونډه دې بايد په ډير لنډ ممکن وخت کې  جوړه او د دواړو هيوادونو ترمنځ  تجارتي ژمنې دې عملي بڼه غوره کړي .
د يادونې وړ ده چې د دواړو هيوادونو ترمنځ د ګډ اقتصادي کميسيون غونډه به د ١٣٩٤ کال د لړم  په مياشت کې په تهران کې جوړه شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته