![Img 20240610 Wa0001](http://www.bakhtarnews.af/wp-content/uploads/2024/06/IMG-20240610-WA0001.jpg)
نړۍ، د غبرګولي ۲۲مه، بهرنۍ رسنۍ
د ختیځې افریقې په مالاوي هېواد کې حکومتي چارواکي وایي، سلګونه پولیس او پوځي مامورین ګومارل شوي، تر څو د دغه هېواد د مرستیال ولسمشر سائولوس چیلیما د لېږدونکې الوتکې د پلټنې په عملیاتو کې برخه واخلي.
د چارواکو په خبره د پلټڼې عملیات د مالاوي په شمالي ځنګلونو او غرونو کې روان دي، خو تر اوسه د پام وړ پایله یې نه ده ورکړې.
الوتکه د مالاوي دفاع وزارت پورې اړه لري او د مرستیال ولسمشر او پخوانۍ لومړۍ مېرمنې په ګډون په کې لس تنه سپاره وو، چې پرون د الوتنې پر مهال له رادار څځه ووتله.
الوتکه کې د سپرو کسانو د مرګ او ژوند په اړه څه نه دي ویل شوي.