امنیت

شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل باختر د تلي  دويمه :
شپږ تنه وسله وال طالبان په زابل ولايت کې د نښتې په بهيرکې ووژل شول.
  په دې نښته کې چې تيره شپه ناوخته د شاه جوى ولسوالۍ بازار ته څېرمه وشوه؛  ددغې ډلې درې تنه نورجګړه مارانواو يوملکي وګړى ټپيان شول .
  جګړه هغه وخت پيل شوه چې يوې ډلې يرغلګرو طالبانو د افغان ځواکونوپه ګزمې بريد وکړ.
د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ يو امنيتي مسوول باخترآژانس ته وويل چې په دې نښته کې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نوريې ټپيان شول .
  ددغه سيمه ئيزمسوول دڅرګندونوله مخې: په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته زيان نه دى رسيدلى.
ويل کيږي، ددغې نښتې په بهيرکې د وسله والوطالبانو درې موټرسايکلونه، يو موټر او يوه اندازه چاوديدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته