امنیت

دامنيتي او دفاعي ځواکونو تازه ميوه دميدان وردګو له بڼوالو څخه پيرودل کېږي .

کابل باختر د لړم اتمه :
دکرنې او مالدارۍ  وزارت مسوولين وايي چې په نږدې راتلونکي کې دامنيتي او دفاعي ځواکونو داړتيا وړ مڼو  دپيرودنې تړون دميدان وردګو ولايت دبڼوالو  له اتحاديې سره لاسليک کېږي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، دکرنې اواوبو لګولو وزارت وياند اکبر رستمي پرون  وويل چې ټاکل شوې ده  په نږدې راتلونکې کې ٧٠ زره متريک ټن مڼې دميدان وردګو ولايت له بڼوالو څخه وپيرودل شي  چې دهغه له مخې ګټه يې په مستقيم  ډول بڼوالو ته رسيږي چې دغه کار هغوى دبڼوالۍ ودې او پراختيا ته هڅوي .
ويل کېږي چې دميدان وردګ ولايت له هغو ولايتونوڅخه دى چې زياتې مڼې  لري او دغه اقدام دبڼوالو داقتصادي ودې او دغه راز په ميدان وردګو ولايت کې دبڼوالۍ د پراختيا سبب کېږي .
  ختم_ شکريه _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته