امنیت

څو کلي په بلخ کې دطالبانو له شتون څخه پاک شول .

کابل باختر دچنګاښ دويمه :
دملي اردو په عملياتو کې پرون په بلخ کې څو کلي دطالبانو له شتون څخه پاک شول .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو  وياند محمد حنيف  رضايي دباختراژانس خبريال ته وويل چې دملي اردو په  عملياتو کې ددغه ولايت  دبلخ ولسوالۍ دچهارباغ ګلشن زرګران ، چهار ګنبد او سرنهر عبدالله کلي دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
هغه زياته کړه چې په عملياتو کې له يوه کور څخه څو جنګي وسايل  دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبرله مخې، دامنيتي ځواکونو او ډار اچوونکو ترمنځ جګړه کې دبلخ دزاړه چمتال  ولسوالۍ  په مربوطاتو کې ددغې ولسوالۍ لپاره دطالبانو دنومول شوي  مرستيال يو غړى  ووژل شو او دوه نوريې ټپيان شول .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي ،يو وسله وال طالب چې په موټر  سايکل سپور و دتېښتې په وخت کې  دبلخ چاربولک ولسوالۍ په تيمورک کلي کې  له يوه  فلانکوچ موټر سره ټکر وکړ او ووژل شواو يوبل وسله وال طالب ټپي شو .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته