اقتصاد

شل کيلومتره سړک جوړ شو

کابل باختر د سلواغې  ۳مه
په سمنګانو ولايت کې ۲۰ کيلومتره سړک جوړ، ترميم او کريړ پرې واچول شو.
ددغه سړک کار دکليوالي لارو دجوړولو دملي پروګرام له خوا دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت له بودجې څخه د ۹۷ ميليونو افغانيو په لګښت بشپړ شو.
د سمنګانو د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس عبدالرب حکيمي باختر آژانس ته وويل چې د دغه سړک کار د کوز دره صوف ولسوالۍ له مرکز څخه پيل شوى او د دغې ولسوالۍ په هشت ليزکلي کې بشپړ شوى دى .
خبرځاى زياته کړه: د دغه سړک کار په يو نيم کال کې بشپړ شوی او د هغه په تګلوري کې ۴۱ پلګوټي او ۵۷۱ متر استنادي ديوال په پاخه او اساسي توګه جوړ شوي دي.
د کوز دره صوف ولسوال عبداليقين احمدي وويل چې دغه سړک د دغې ولسوالۍ اوسيدونکو لپاره ځانګړی اقتصادي ارزښت لري او د ګوله او حصار د سيمې د ډبرو سکړو د ستر کان لاره هم د دغې ولسوالۍ له مرکز سره نښلولې ده.
دغه راز دغه سړک د دغې ولسوالۍ مرکز ته د څه ناڅه لسو زرو کورنيو ترانسپورتي هم ستونزې لرې کړې دي .
  ختم- عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته