نړۍ

په عراق کې دتروريستي پيښو له امله د نهو تنو وژل کيدل .

بغداد نړيوالې خبري منابع  باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
په عراق کې نن دتروريستي پيښو له امله دپوليسو د دريو تنو افسرانو په ګډون
څه ناڅه نهه تنه  ووژل شول.
دپوليسو دڅرګندونوله مخې :   دناپيژندل شويو وسله والو کسانو په کياره سيمه کې  دپوليسو دپلټنې په يوې پوستې بريدوکړ چې له امله يې دپوليسو دوه تنه افسران  ووژل شول  او يو تن بل ټپي شو .
پوليسو تائيد کړه چې دحضر ښار په سړک کې دښخ کړاى شوي بم دچاودنې له امله هم يو پوليس وژل شوى دى.
دبعقوبه ښار په شمال کې دعظيم دسيمې ادارې نن اعلام وکړ چې په دغه ښارکې دتروريستانو په بريد کې شپږ تنه وژل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته