امنیت

دڅلورمې پلې لوا دشپږم کنډک دثقيله تولي دقوماندان علني محاکمه ترسره شوه .

کابل باختر دتلي شپږمه : له شارژورونو سره يې د ٤٦ ميله ډول ډول وسلو داکتساب په جرم د ٢٠١ سيلاب قول اردو دڅلورمې پلې لوا د شپږم کنډک د ثقيله ټولي دقوماندان جزايي دوسيې علني محاکمه ترسره شوه . د٢٠١سيلاب قول اردو مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ، دغه محاکمه د ٢٠١ سيلاب قول اردو دقوماندان دستر درستيز دحقوقو او دنظامي محکمې د رېيس ، د ننګرهار ولايت دنظامي څارنوالۍ د رېيس ، د ننګرهار ولايت د بشر د حقوقو د رېيس او په ننګرهار ولايت کې د ميشتو دفاعي او امنيتي ارګانونو دقوماندانانو په شتون کې ترسره شوه. قضايي هيئت دموظف څارنوال د دعوا د صورت او د دغه تورن د مدافعو وکيلانو د دفاعيې له اعلامولو وروسته دتورن په باب دابتداييه محکمې د پريکړې حکم ابلاغ کړ او دى يې دعسکري جزا دقانون د ٣٤ مادې د ٢ فقرې له مخې دڅارنې او توقيف د ورځو له پيل څخه لس کاله په مجازاتو محکوم کړ او د جزا دقانون د ٦ مادې د ١ فقرې له مخې يې داکتساب شويو وسلو په استرداد او د دغه قانون د ١١٩ مادې له مخې دولت ته دهغې لېږدونکې واسطې په مصادرې چې دجرم په ارتګاب کې کارول شوې ده محکوم کړ . دغه راز په ټاکلې قانوني موده کې دعسکري دجزايي اجرااتو دقانون د ٤٨ مادې له مخې د دغه محکوم داستيناف غوښتنې حق محفوظ وبلل شو . وروسته دننګرهار ولايت دحقوقو رېيس خبرې وکړې او په دې برخه کې يې د ٢٠١ سيلاب قول اردو دمشرتابه په تېره بيا د دې قول اردو دقوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزيري همکارۍ وستايلې . وروسته د ٢٠١ سيلاب قول اردو قوماندان د مراسمو برخه والو ته په خطاب کې وويل: ټول دفاعي او امنيتي ځواکونه ستاسو بچيان او ورونه دي او دامنيت د تامينولو او د ملي نواميسو د دفاع په خاطر دنده ترسره کوي. ده وويل چې، جرم فردي دى او هرڅوک چې مجرم کېږي او غير قانوني کارونه ترسره کوي له قانون سره سم به څارنوالۍ ته وروپېژندل شي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته